ایکنانیوز د ډان نیوز انټرنیتي سایټ له قوله راپور راکړ، د پاکستان د بلوچستان صوبې په قلات ضلعې کې وسلوالو ترهه ګرو پر یوې امنیتی پُستې برید کړ ی چې په نتیجې کې ئې اوه امنیتی ماموران وژل شوي او پنځلس نور ټپیان شوي دي .
په راپور کې وئيل شودي
په راپور کې وئيل شوي دي، ځاي لیوي فورس سرچینو وئيلي دي،وسلوالو کسانو دقلات په جوهان کې پر یوې پُستې ناتار جوړ کړ چې دغه مرګ ژوبله ئې اړولې ده دا هم وئیل شوي چې وژل شوي او ټپيان د کویټه روغتونونو ته رسول شوي دي.
داپه داسې حال کې دي چې د نومبر په نهمه نیټه هم د بلوچستان په کویټه کې د اورګاډي په تمځاي کې په ځان مرګي برید کې هم ۲۶کسان وژل شوي او کابو شپیته نور ټپیان شوي و،، چې پړه ئې هم د بلوچ لیبریشن آرمي (بی ایل اې ) په غاړه اخستې وه .
په راپور کې وئيل شوي دي چې د نننۍ پيښې پړه هم بی ایل اې په غاړه اخستې او وئيلي ئې دي ،د حکومتي او پوځي اورګانونو په ضد به خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي.
البته د خبر ترمخابیره کیدا پورې د نننئ پيښې پړه چا په غاړه نه ده اخستې .
د پاکستان ولسمشر ، لومړي وزیر او نورو لوړپوړو چارواکو دغه پيښه هم په سخته غندلې او وئیلي ئې دي چې دغه ترهه ګر او شرغواړي به ډير زر خپل انجام ته ورسیږي او هیڅکله به هم له ترهه ګرو او شرغواړو سره خبرواترو ته غاړه کې نږدي.